Educational issues in FATA and its impact on Child Mental Health. (Pashto)
فاټا ټائمز د ملک د پرمختګ اډاڼه د صحت مند ذهن له کبله وي. صحتمنده ذهن مثبت سوچونو او تعميري عمل ته دوام بخښي. تعليم او شعور د بېدارۍ سرچينه ده. هم دغه وجه ده چې په نړۍ کښې د تعليم د ارزښت په اړه ډېر زيات کار شوے دے. تعليم که ذهني وي او که جسماني خو ولې ډېر ارزښت مند وي. په تهرډ ورلډ هېوادونو کښې حالات بيخي د دې ځاے اپوټه دي. دلته تعليم تر کتابونو محدود وي او د ذهني ودې او خصمانې سره هېڅ علاقه نه لري. لکه څنګه چې که د فاټا خبره وکرو نو دلته حالات بيخي جلا دي. ورځ په ورځ خرابېدونکي حالاتو کښې د تعليم او پرمختګ عمل د جمود ښکار شوے دے. د فاټا انفراسټرکچر تقريباً تباه شوے دے د کومې له کبله چې ماشومان بې له چهتونو ښوونځېو کښې په سبق وئېلو مجبوره شوي دي. د فاټا اولس بدمرغي دومره نه ده بلکې د دې ځاے زنانه ماشومانې د بې شمېره کشالو سره مخ دي چې د کم عمرۍ ودونه، د تعليم د حصول نه لرې ساتل، لوڼو ته د زامنو په شان پاملرنه نه کول او داسې نور ډېر...د فاټا ناقصه تعليمي معيار هم د اولس د سر دردۍ سوب دے. د استاذانو غېرحاضرۍ د پاملرنې نه کولو له کبله د ماشومانې غېرحاضرۍ کښې ورځ په ورځ زياتوال...