Educational issues in FATA and its impact on Child Mental Health. (Pashto)



فاټا ټائمز
د ملک د پرمختګ اډاڼه د صحت مند ذهن له کبله وي. صحتمنده ذهن مثبت سوچونو او تعميري عمل ته دوام بخښي. تعليم او شعور د بېدارۍ سرچينه ده. هم دغه وجه ده چې په نړۍ کښې د تعليم د ارزښت په اړه ډېر زيات کار شوے دے. تعليم که ذهني وي او که جسماني خو ولې ډېر ارزښت مند وي.په تهرډ ورلډ هېوادونو کښې حالات بيخي د دې ځاے اپوټه دي. دلته تعليم تر کتابونو محدود وي او د ذهني ودې او خصمانې سره هېڅ علاقه نه لري. لکه څنګه چې که د فاټا خبره وکرو نو دلته حالات بيخي جلا دي. ورځ په ورځ خرابېدونکي حالاتو کښې د تعليم او پرمختګ عمل د جمود ښکار شوے دے. د فاټا انفراسټرکچر تقريباً تباه شوے دے د کومې له کبله چې ماشومان بې له چهتونو ښوونځېو کښې په سبق وئېلو مجبوره شوي دي. د فاټا اولس بدمرغي دومره نه ده بلکې د دې ځاے زنانه ماشومانې د بې شمېره کشالو سره مخ دي چې د کم عمرۍ ودونه، د تعليم د حصول نه لرې ساتل، لوڼو ته د زامنو په شان پاملرنه نه کول او داسې نور ډېر...د فاټا ناقصه تعليمي معيار هم د اولس د سر دردۍ سوب دے. د استاذانو غېرحاضرۍ د پاملرنې نه کولو له کبله د ماشومانې غېرحاضرۍ کښې ورځ په ورځ زياتوالے راتلل او د حکومت لخوا د چېک اېنډ بېلنس نه ساتل د ټولو نه مهمې وجهې دي. او دغه وجه ده چې د فاټا اولس ته بيا په لويو ښارونو ژوند تېرولو کښې ګڼ شمېره ستونزې رامخې ته کېږي.د فاټا اولس په خصوصي توګه ماشومان د ذهني مسئلو ښکار شوي دي په کوم اړخ چې چا هم څه کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي. انساني ذهن په کچه عمر د سپين کاغذ په مثال وي.په هغې چې څه ليک شي هم هغه پرې ټول عمر نقش پاتې کېږي. د سائنس پوهانو وېنا ده چې د انسان شخصيت سازي په اولنو پنځو کلونو عمر کښې کېږي. د فاټا اولس پخپل چاپېرچل کښې وينې زوې، مرګونو او جنګونو ويني چې د کومې له کبله د دوي په ذهنونو کښې د مثبت په نسبت د منفي سوچونو رجحان زيات پېدا کېدېشي. په دې اړه حکومتي ادارو په خصوصي توګه پاملرنه پکار ده او د خپل ملک دغه ستره اثاثه خوشحاله او کاميابه جوړول پکار ده. پکار ده چې د استاذانو د صلاحيتونو تربيت کولو سره سره د مور پلار تربيت هم وکړي چې پخپلو وړو کښې د شعور او بېدارۍ پېدا کولو خپل کردار ولوبوي او خپل واړه د منفي عملياتو نه واړوي او د سکولونو پلو يې چمتو کړي. ولې چې ماشومان د قام مستقبل دے.


ډاکټر انيله خان
کلينکل سائېکولوجسټ/ سوشل اېکټيوسټ ـ



Thanks, Pukhtoon Online for publishing my article.
The facebooks link for this article is

https://www.facebook.com/PukhtoonOnline/

Comments

Popular posts from this blog

Interfaith Harmony

Do you want to quit Smoking?

Peace